الازهر په انګلستان کې په مسلمانانو اوجوماتونو حملې محکومې کړې
د مصر الازهر پوهنتون په انګلستان کې د زوړپالو افراطیانو ډلو په کړچار او ددغه هیواد د مسلمانانو او جوماتونو په ضد دوي تاؤتریخجنو اقداماتو باندې سختې نیوکې وکړې.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د انګلستان په ساؤت پورټ ښار کې د جنایت دعامل د هویّت په باب د ناسمو خبرونو په خپریدا په ټولنیزو چینلونو او په دې باب دناسمو ادعاګانو په مطرح کیدا پسې چې ددغه جنایت عامل یو مسلمان مهاجر دی ، په انګلستان کې افراطي ډلو ټپلو ددغه هیواد مسلمانانو او جوماتونو په ضد خپلې حملې پیل کړې چې دا چاره د الازهر له غبرګون سره مخ شوې او دغه اورګان د مسلمانانو او جوماتونو په ضد ترسره شوي اقدامات په کلکه محکوم کړل.
الازهر په دغې اعلامیې کې له دغو اقداماتو سره چې موخه ئې د انګلستان د مسلمانانو په باب دنفرت خورول او د انګلستان دښاریزو دپراخو پرګنو ترمیځ د ویرې اووحشت خوریداده، ددغه خطرناک بهیر د حملو په وړاندې چې د اړئ ګړئ په پراختیا پسې دي ، د مسلمانانو د ساتنې په ضرورت ټينګار وکړ او دټولو به باب ئې له توپیر پرته د قانون داجرا کیدا غوښتنه وکړه.
د مصر الازهر همداراز مسلمانانود ډآډ ورکولو او د دوي د ساتنې په باب د ژمنتیاؤ په اړه د انګلستان د حکومت ددریځ او د انګریز لومړی وزیر کیّیر اسټارمر او د کورنیو چارو د وزیر ایوت کوپر د څرګندونو قدرونه وکړه.