دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال ووئيل؛د لبنان د اسلامی مقاومت د جهادی قوماندان فواد شکر ترور به بې ځوابه پاتې نشي.
المیادین خبری اژانس راپو رورکړ ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورخنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په بیروت باندې په حملې کې د حزب ا... د لوړپوړي قوماندان فواد شکر په ترور پسې صهیونیسټي رژیم ته دځواب ورکولو په باب ووئيل، دښمن ته دځواب ورکولو په باب فیصله شوې ده او دغه ځواب به د خداوندمتعال په غوښتې سره ورکړل شي.
له دې مخکې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د زیرمه ځواک ډګروال آلون اویتر د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ د سیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیّه او فواد شکر په ترور د ایران او حزب ا... دحتمی غبرګون خبر ورکړی دی.
وئيل کیږي،د شهید اسماعیل هنیّه او شهید فواد شکر ترور ته د ایران او اسلامی مقاومتي غورځنګ حتمي ځواب له امله داسرائيلو وحشي رژيم سټریس او سربدالي ورځ تر بلې په زیاتیدا ده.
صهیونیسټي رسنیو هم اعتراف کړی دی چې د اسماعیل هنیه او فواد شکر له ترور وروسته په ډیرې ویرې اوترهې سره یو ځاي په انتظار کې ډيرې سختې او وحشتناکې شپې ورځې تیریږي.