د ترهګرۍ پرضد د مبارزې شعار باید ختم شي
(last modified Mon, 19 Aug 2024 10:23:51 GMT )
Aug 19, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • د ترهګرۍ پرضد د مبارزې شعار باید ختم شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان په لکي مروت سیمه کښې یوې غونډې ته په وینا کښې وویل زه په پوره جدیت سره ایسټبلیشمنټ ته دغه پیغام ورکوم چې د ترهګرۍ پرضد د جنګ شعار اوس باید ختم شي.

هندوستان ته بدرټ وایو خو دې ته نه ګورو چې هغه ولې ترقۍ کوي.

د افغانستان کرنسۍ پیاوړي شوي او زمونږ روپۍ غورځیدلي ده.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان وویل دا ډول کارونه نشي کیدلای چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو او زمونږ قبائیل د بارودو په ډیران باندې کیني او د دوې بچیان او کورنۍ محفوظې نه وي.

هغه وویل مونږ له ایسټبلیشمنټ سره ملګرتیا وکړه او په دغه سیمه او په پاکستان کښې مو د امن د راوستلو لپاره خیر ټول کړ او د دغه مشن لپاره زه له انتخاباتو مخکې افغانستان ته لاړم او هلته مو د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړې او په بریالیتوب سره هیواد ته راستون شوم خو نن سبا چا دغه کامیابۍ په ناکامۍ بدله کړه.

مولانا فضل الرحمان وویل امریکا د ترهګرۍ پرضد جنګ نه کوي بلکې هغه ترهګرۍ رامینځته کوي.