د افغانستان او پاکستان وروستي بدلونونه په  تیرې اونۍ کې
(last modified Mon, 26 Aug 2024 09:42:30 GMT )
Aug 26, 2024 14:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان وروستي بدلونونه په  تیرې اونۍ کې

سحاب - د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته د دواړو هیوادونو په تیرې اونۍ کې د ځينو مهمو  بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

 */*/*/*/

له افغانستان سره په پولې کې د امنیتي پلان اجرا او د  ایران حق

**/*/*/

د افغانستان او ایران ترمینځ د اقتصادي مبادلو پراختیا

*/*/*//*/

د ایران په یزد ولایت کې د پاکستانیو زیارتوالو د بس  نسکوریدا

*/*/*/*/

 او د ایران او پاکستان د خارجه وزیرانو وروستۍ سلامشورې ،په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني مهمې پيښې وې ،چې البته  اوس مو رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

**********************

          خوږو دوستانوتیره اونۍ د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مرستیال ویندوي په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی،له افغانستان سره د انسداد او د پولې په سر د ازغن باړ لګولو د پلان اجرا ،دتهران حق دی  او دا د کابل په غږملتیا سره تر سره کیږي. حمد ا... فطرت  ددې خبرې په کولو سره ووئيل؛ دا چې ایران غواړي،پخپلې خاورې کې سرحدی باړ ولګوي، د تهران حق دی او دخپلو پولو د لاښه تامین لپاره  امنیتی  اقدامات ترسره کولی شي.هغه زیاته کړې ده، دسرحدونو د انسداد پروژې مطرح کیدا  د طالبانو د حکومتی چارواکو په موافقې او غږملتیا سره ترسره کیږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک  قوماندان سیروس آمان الهي د ختیخي پولو د لیدو په وخت ټينګار کړی دی، له افغانستان سره د ختیځې پولې  د۳۳۰کلومیټري برخې باړ لګولو پلان  به سږکال تروروستیو پورې بشپړ شي.

هغه زیاته کړې ده ، د ایران او افغانستان دوو هیوادونو ترمینځ دتعاملاتو دسوئې زیاتیدا ته په پام سره ورځ تر بلې دګډو پولو کې د امنیت د زیاتیدا شاهدان یوو چې دا موضوع  د وسلوال او امنیتی ځواکونو په شتون سره دوه چنده شوې ده. د سیاسی چارو شناندي وائي د سیمې یو ترټولو مهم چیلنج د اشرارو ترهه ګرو ډلو ټپلو د فعالیتونو او د نشه ایزوموادو د مافیاؤ د تګ راتګ له امله ناکراري دي.دې ته په پام سره چې افغانستان د نشه ایزو موادو د قاچاق زیږنده ده ، له دې امله د ایران اسلامی جمهوریت د سرحدي دیوال او باړ لګولو له لارې د سرحدي چیلنجونو او مشکلاتو د کمولو او صفر ته د رسولو هڅه کوي.

           دوستانو همداراز تیره اونۍ  د ایران د دوغارون د آزادې تجارتي او صنعتي سیمې اجرائي مدیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ددغې سیمې اساسنامه د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومتی کابینې له خوا له له وړاندې کیدا او له اړونده  ملی کاري ډلو تصویبیدا وروسته د ساتندوئې شورا له خوا هم تائيد شوه او دغه اداره په رسمي توګه جوړه شوه.

محسن پور احمدي ووئيل؛د دوغارون اقتصادي فرصتونه د ایران لپاره طلائي فرصتونه شمیرل کیږی او په دې مینځو میان کې باید په پولې کې د اوسیدونکوکورنیو په اقتصاد کې د بدلون له رامینځةکیدا غافل نه شو.

د دوغارون د آزادې تجارتي-صنعتي سیمې  د ادارې اجرائي مدیر  دې ته په اشارې سره چې  افغانستان  د ایرانیو شیانو مصرفؤنکی دی ، زیاته کړه ، له افغانستان سره د دوغارونو  ګاونډیتوب په مختلفو برخو کې ددواړو هیوادونو د تعاملونو سویه لوړولی شي چې باید ورڅخه په سمه استفاده  وشي. د دوغارون مځکنۍ لاره له افغاسنتان سره د ایران ترټولو مهمه د اقتصادي دروازه او  دمینځنۍ آسیا ځینو هیوادونو سره  دارتباط لپاره یو پَل کیدلی شي.دغه سیمه د افغانستان  لپاره په نړیوالو بازارونو کې  دشتون لپاره یو فرصت کیدلی شی او دا موضوع  په دغې سرحدي سیمې کې د کارغواړو ځوانانو لپاره دتل پاتې کارروزګار په رامینځةکولو کې ډير رول  لري.

ددغې ځانګړي اقتصادي سیمې د کار ترټولو زیاته اندازه د بندرعباس  له لارې د شیانو ټرانزیټ دی.د افغانستان،پاکستان او کله کله هم د هندوستان او د افغانستنا د نورو ګاونډیو ملتونو د تاجرانو شیان د فارس خلیج د حوزې د هیوادونو له لارې   دبندرعباس بندر او بندر لنګې،  ګمرکاتو ته  او له هغه  ځایه بیا د دوغارون په رسمي سترې لارې  ټرانزیټ کیږي.

      تیره او نۍ د ایران دخراسان رضوي ولایت په ختیځ کې واقع د تایباد ولسوال ووئيل؛په زرګونو افغانستاني زیارتوال د حسینی اربعیّن په دستورو کې د ګډو او د صفرې د میاشتې وروستیو عزاداریو کې د ګډون لپاره د دوغارون مځکنۍ لارې څخه ایران ته وارد او بیا د حسینی اربعیّن په دستورو کې د ګډون لپاره  د عراق کربلا ته تللي دي.

د مهدي شیردل په وینا دغه زیارتوال چې زیاتره د کابل،غزني او هلمند او ځینو نورو ولایتونو دي، د ایران او افغانستان  د پولې په سر  د تایباد ولسوالۍ د اربعیّن کمیتې  له خوا ئې تود هرکلی شوی او بیا  دکربلا په لور خوځیدلي.هغه ووئیل دغه زیارتوال  د ایرانیو او افغانستانیو بسونو  په وسیله د دوغارون له رسمي سترې لارې تیر شوي او د کربلا په لور خوځیدلي دي . چې  له زیارت  او اربعین دستورو وروسته به بیرته په همدې لارې بیرته خپل هیواد ته وګرځي.د دو ي د خدمت او آسانتیاؤ لپاره  په دوغارون کې په بشپړډول  موکبونه جوړ شوي  او  ددوي تر بیرته ستنیدا پورې به  دغه موکبونه  خدمتونه وړاندې کړي. په دغو پروګرامونو کې زیاتره د خوړو او څښاک،کلتوري، شرعي،مرستندویه،ترانسپورټي درملیزو خدمتونو پشمول هرډول خدمتونه وړاندې کیږي.یاده دې وي چې په دغو خدمت کونې کې ولسی ټولنې هم بشپړ برخه لري او زیاتره خدمتونه د دغې سیمې عامو خلکو له خوا هم وړاندې کیږي.په دوغارون ګمرکاتو  کې د زیارتوالو او عامو مسافرون لارې سره جلا شوي  او له څلورو ګیټونو څخه تګ راتګ اتو ګیټونو ته زیات شوی دی.  

             تیره اونۍ پاکستان هم له ځينو مهمو پیښو سره مخ ؤ . چې په هغو کې ترټولو مهمه پيښه  په ایران  کې په یزد ولایت کې ددغه هیواد د زیارتوالو د بس نسکوریدا پیښه وه. ددغې پیښې د علت په باب مطرح شوو ګونګوسو ته په پام سره،د یزد د تفت عمومی اوانقلابي څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې ووئيل. د پاکستانیو زیارتوالو د بس د نسکوریدا پيښه د بس د بریک سسټم تخنیکي نیمګړتیا او له لارې د ډرائيور نابلدتیا او مسلط کیدا  ده او دا چې وئیل شوي دي  بس اور اخستی سمه خبره نه ده.

Image Caption

 

سید جمال الدین طباطبائی ددې خبرې په کولو سره چې  دپاکستانیو زیارتوالو د بس د نسکوریدا پیښه  ارزول کیږي ووئيل؛  د پولیسو لومړنۍ ارزونې د بس د بریک  سسټم د تخنیکي خرابي،پر سړک او لارې د ډرائيور نابلد ګیري  او دکمربندۍ  د لارې  له شتون سره سره  هستوګنې سیمې  ته واریدیدا ده .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  بس  دایران پولې ته د واریدیدا په وخت  له تخنیکي مشکل سره مخ شوی ؤ داسې چې  د ایران له پولې تر یزد پورې  دوه ورځنۍ فاصله ئې  په شپږو ورځو کې کچ کړې ده ،ووئيل؛  د لومړني راپور په اپوټه، د ګاډي درې ته غورځیدل اوا پکې د اور لګیدا بحث دروغ  دی.

دغه پيښه په یزد ولایت کې د دهشیر په لاره کې رامینځةشوې او پکې اته ویشت زیارتوال  شهیدان او ۳۲ نور ټپیان شوي وو. دغه مسافری بس په سیستان او بلوچستان  ولایت کې له تفتان  پولې څخه  د چذابې پولې په لور روان ؤ څو ځان  کربلا ته د حسینی اربعیّن په دستورو  کې دګډون لپاره ورسوي. چې په دغې سیمې کې له پيښې سره مخ شو.

           دپاکستان مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر  په یزد ولایت کې د پاکستانیو زیارتوالو د بس د نسکوریدا په پيښه  کې  د تاوان شوو کسانو په وضعیّت  په ارزونې  او دوي ته په فوري مرستو کې د  ایران د اسلامی جمنهوریت د مسئولانو د ملګرتیا ډیره قدرونه وکړه .

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال محمد عارف هم په موقعې د یزد والي ته په ټيلفون کولو سره د پيښې له حالاتو ځان خبر کړ او امر ئې و کړ چې د ټپیانو په د رملنې کې دې هیڅ ډول سستي ونشي او د  روغتون ته د مړو او نورو ټپیانو په رسولو کې کې  هم بشپړ  خیال وساتل شي.  همداراز د یزد ولایت ځاي چارواکو هم شپه ورځ ددغې پيښې د کړیدلو کسانو په خدمت کې هیڅ ډول هڅه نه ده سپمَولې  او ان تر دې چې د جنازو پاکستان ته د وړلو او د ټپیانو  دبشپړ درملنې لپاره ئې په سیمې کې  په روغتونو کې هرډول تیارسی اعلان کړی ؤ.

په دې پسې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولمسشر آصف علی زرداري هم  غمر ازي ښکاره کړې او د ایران د حکومت او ولس ئې په دې اړه بشپړ مرسته او ملګرتیا او  ملتیا ډیره قدرونه اوستاینه کړې   او  دغه راز ئې غمجنو  کورنیو سره د بشبړ مرستې اعلانونه هم کړي دي.

دوه ورځې وروسته د ایران داسلامی جمهوریت حکومت او ځاي خلکو په ډير احترام سره د جنازو دستورې ترسره کړې او له کړیدلو خلکو سره ئې  بشپړ خواخوږي او مرستې  ترسره کړي دي. او دغه راز په یوه ځانګړي الوتکې کې  دغه جنازې او ټپیان  د پاکستان په لور رخصت کړئ شول.

دوستانو ددغه مطلب  وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،بریالي اوسوکاله ووسئ.

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************\