پاکستان دې د طالبانو او حقانی ډلې خلاف خپل اقدامات جدی کړی
امریکې له پاکستانه غوښتی چې د ترهګرو خلاف اقدامات جدی کړی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې امریکې یوځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو ډلې او حقانی شبکې خلاف خپل اقدامات جدی کړی.
د امریکې دفاع وزارت پینټاګان وویل چې په پاکستان کښې د ترهګرو پټن ځایونه له دغه هیواد سره د امریکې د مرستو خنډ شوی دی او له دغه هیواده یې وغوښتل چې د امنیت د تامینولو او د ترهګرو د ختمولو په لړ کښې جدی رول ولوبوی.
پینټاګان په دغه رپورټ کښې چې د امریکې کانګرس ته یې وړاندې کړی دی، منلې ده چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د مذاکراتو په پروسته کښې پاکستان مهم رول لوبولی شی.
په رپورټ کښې راغلی چې له پاکستان سره د امریکې ۳۰۰ میلیون ډالری مرسته بنده شوې ده او پاکستان ته په زغرده ویل شوی دی چې له افغانستان سره د پاکستان سرحدی سیمه د القاعدې، طالبانو، حقانی شبکې، داعش، لشکر طیبه او د ازبک توکمه ترهګرو په شمول د مختلفو ترهګرو ډلو په مرکز بدله شوې ده چې د سیمې امنیت یې سخت خراب کړی دی.