پاکستان دې د طالبانو او حقانی ډلې خلاف خپل اقدامات جدی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i15184-پاکستان_دې_د_طالبانو_او_حقانی_ډلې_خلاف_خپل_اقدامات_جدی_کړی
امریکې له پاکستانه غوښتی چې د ترهګرو خلاف اقدامات جدی کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2016 11:01 Asia/Kabul
  • پاکستان دې د طالبانو او حقانی ډلې خلاف خپل اقدامات جدی کړی

امریکې له پاکستانه غوښتی چې د ترهګرو خلاف اقدامات جدی کړی.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې امریکې یوځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو ډلې او حقانی شبکې خلاف خپل اقدامات جدی کړی.

د امریکې دفاع وزارت پینټاګان وویل چې په پاکستان کښې د ترهګرو پټن ځایونه له دغه هیواد سره د امریکې د مرستو خنډ شوی دی او له دغه هیواده یې وغوښتل چې د امنیت د تامینولو او د ترهګرو د ختمولو په لړ کښې جدی رول ولوبوی.

پینټاګان په دغه رپورټ کښې چې د امریکې کانګرس ته یې وړاندې کړی دی، منلې ده چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د مذاکراتو په پروسته کښې پاکستان مهم رول لوبولی شی.

په رپورټ کښې راغلی چې له پاکستان سره د امریکې ۳۰۰ میلیون ډالری مرسته بنده شوې ده او پاکستان ته په زغرده ویل شوی دی چې له افغانستان سره د پاکستان سرحدی سیمه د القاعدې، طالبانو، حقانی شبکې، داعش، لشکر طیبه او د ازبک توکمه ترهګرو په شمول د مختلفو ترهګرو ډلو په مرکز بدله شوې ده چې د سیمې امنیت یې سخت خراب کړی دی.