پاکستان وایی د تورخم دروازه به په هر قیمت جوړوی
پاکستان د افغانستان په پوله کې د دروازې جوړول نه بندوی.
پاکستان د افغانستان په پوله کې د دروازې جوړول نه بندوی.
د سما ټی وی د پرونی راپور له مخې د پاکستان د بهرنی سیاست سلاکار وویل په تورخم کې د دروازې جوړول له افغانستان سره د شویو موافقو خلاف ورزی نه ده . ده وویل د پولې سم مدیرت په پاکستان کې د امنیت د سویې د زیاتولو او دغه هیواد ته د ترهه ګرو د ورتګ د مخ نیوی لپاره یو کلیدی اقدام دی . ده وویل پاکستان به په هره بیه دغه دروازه جوړوی،
سرتاج عزیز پرون همداراز د پاکستان له سرکاری ټی وی سره په مرکه کې وویل امریکا غواړی چې پاکستان د افغان طالبانو په خلاف عملیات وکړی خو پاکستان د افغانستان جنګ په خپل کور کې نه شی کولی. سرتاج عزیز زیاته کړه په امریکا کې دا غلط سوچ موجود دی چې پاکستان د طالبانو د مختلفو ډلو او حقانی شبکې شاته ولاړ دی خو پاکستان په ضرب عضب عملیاتو کې په پاکستان کې د دغه ډلو ډانچې بنیادی جوړښت ته تاوان رسولی دی.