پاکستان دعربستان ددفاعي ځواک د ظرفیّتونو له زیاتولو سره مرسته کوي
د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر د اعلامیې په اساس،ددفاعی صنائعو په حوزې کې د عربستان او پاکستان د ملګرتیاؤ د ټولګې اومه غونډه د ریاض په کوربتوب سره ترسره شوه.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان او عربستان دپوځي چارواکو په اومې ناستې کې ، ددفاع صنائعو په حوزې کې د ملګرتیا د پرمخ بیولو په چورلیزتوب سره ، پاکستاني لوري دسعودي عربستان ددفاعي ځواک د ظرفیّت جوړونې لپاره دخپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
په راپور کې وئیل شوي دي د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر د اعلامیې په اساس،ددفاعی صنائعو په حوزې کې د عربستان او پاکستان د ملګرتیاؤ د ټولګې اومه غونډه د ریاض په کوربتوب سره ترسره شوه.
د پاکستان دپوځي پلاوي مشري ، د پوځ لوي درستیز جنرال محمد اویس دستګیر په غاړه وه او د سعودي پلاوي مشري هم ددغه هیواد ددفاع وزیر د مرستیال طلال بن عبدا... العطیبی په غاړه وه.
دپاکستان دپوځ لوي درستیز په دغې ناستې کې له هغه څه څخه د خپل هیواد پر دو امدار ملاتړ ټينګار وکړ، چې د سعودي عرب د سلطنتی دفاعي ځواک ظرفیّت جوړول او توانمنیدا ئې بللې ده.
د پاکستان د پوځ دعمومي اړیکو د برخې په اعلامیې کې راغلي دي، دواړو لورو دنړیوال- سیمه ایز امنیت پر چیلنجونو او ددواړو هیوادونو پر دفاعي ځواک ئې د نتیجو په باب بحث او د نظر تبادله کړې ده.
د پاکستان او عربستان پلاؤ مشرانو وئيلی دي، چې په ماډرن ټيکنالوجیو کې چټک پرمختګونه ، ددفاعي صنائعو په حوزې کې دملګرتیاؤ د لازیاتې پیاوړتیا ضرورت دی.