پاکستان د افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه
د پاکستان د صوبو او سرحدی سیمو د چارو وزیر له نړیوالې ټولنې د افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ډان خبری سایټ د خبر له مخې عبدالقدیر بلوچ نن له افغان کډوالو څخه د ملګرو ملتو د مهاجرینو د لوړې کمشنرۍ د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د پاکستان د صوبائی او سرحدی سیمو د چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې اسلام آباد په یوازې سر له افغان کډوالو د ملاتړ توان نه لری، وویل: نړیوله ټولنه او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو لوړه کمشنری دې په پاکستان کښې د افغان کډوالو د استوګنې او هم افغانستان ته د هغوی د ستنولو د بهیر په مدیریت کښې مرسته وکړی.
عبدالقدیر بلوچ زیاته کړه: د پاکستان خلک له افغانانو سره مینه کوی او د هغوی میلمستیا کوی خو دا چارې، خپل هیواد ته د هغوی د ستنولو مخه نه نیسی.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د کمشنرۍ د نوی خبرپاڼې له مخې چې نن خپره شوه، د ۲۰۱۵ کال په پاې کښې په ټوله نړۍ کښې د مهاجرینو او کډوالو شمیر له ۶۵ میلیون کسانو زیات دی.