پاکستان په ګوادر کښې آزاده صنعتی سیمه جوړوی
د پاکستان د ګوادر د بندری کمپلکس مشر وویل چې په ګوادر بندر کښې د لس مربع کیلومیټرو په پراختیا یوه آزاده سیمه جوړیږی.
ایرنا خبر ورکړی چې دوستین خان جمالی الدینی وویل: په دې بندر کښې د آزادې سیمې جوړول دوه میلیارډه ډالر لګښت لری چې دا پانګه به د یو چینی شرکت لخوا برابره شی.
هغه زیاته کړه: یو چینائی شرکت به د دې آزادې سیمې د لارې د جوړولو او د اوبو، بریښنا او ګیس د برابرولو د اړوندو بیخ بیناو د جوړولو کار په غاړه ولری.
هغه دې ټکی ته په اشارې سره چې په ګوادر بندر کښې د آزادې صنعتی سیمې جوړول به د څلویښتو زرو نویو شغلونو د رامینځته کولو قابلیت ولری، وویل: د چین، اروپا، پاکستان او هم د مینځنی ختیځ د سیمې د ځینو هیوادونو شرکتونه په دې آزادې صنعتی سیمې کښې د مختلفو محصولاتو د تولیدولو په موخه د ۳۰۰ کارخانو د جوړولو پروګرام لری.