د طاهر القادری غوښتنه غیرقانونی ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i15334-د_طاهر_القادری_غوښتنه_غیرقانونی_ده
د پاکستان پیپلز پارټۍ سینیټر او لوړرتبه غړی په پوځی محکمه کښې د ماډل ټاون دوسیې د تعقیبونې په هکله د عوامی تحریک ګوند د مشر د غوښتنې په ځواب کښې وویل چې دا غوښتنه غیرقانونی ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2016 15:43 Asia/Kabul
  • د طاهر القادری غوښتنه غیرقانونی ده

د پاکستان پیپلز پارټۍ سینیټر او لوړرتبه غړی په پوځی محکمه کښې د ماډل ټاون دوسیې د تعقیبونې په هکله د عوامی تحریک ګوند د مشر د غوښتنې په ځواب کښې وویل چې دا غوښتنه غیرقانونی ده.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې سینیټر اعتزاز احسن د لاهور د ماډل ټاون د پیښې د دوسیې د تعقیبولو لپاره له پوځ څخه د طاهر القادری د مرستې له غوښتنې سره د مخالفت په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د عوامی تحریک د مشر دا غوښتنه د پاکستان د اساسی قانون خلاف ورزی ده او دا کار غیرقانونی دی.

هغه وویل: په پوځی عدالتونو کښې یوازې د ترهګرۍ دوسیې تعقیبیږی او د لاهور د ماډل ټاون پیښه چې پکښې د عوامی تحریک ۱۴ پلویان د پولیس په لاس وژل شوی او له سلو زیات هم زخمی شوی وو، د ترهګرۍ دوسیه نه ده.

د پاکستان عوامی تحریک مشر طاهر القادری تیره جمعه د معترضانو په ټول کښې اعلان وکړ چې (شریف وروڼه) د ماډل ټاون د پیښې ذمه وار دی.

هغه په دغو مظاهرو کښې څرګنده کړه چې د پاکستان د پوځ لوې درستیز جنرال راحیل شریف دې په پوځی محکمو کښې د دې دوسیې په څیړنې سره د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړی.