په الجزایر کې د العربیه خبری چینل د فعالیت مجوز لغوه شو
سحاب – په الجزایر کې در سندوئي ګمراه کونې او رسندوئي حرفه وي اخلاقو د قواعدو د نه رعایتولو په دلیل په الجزایر کې دعربستان العربیّه خبری چینل دفعالیت مجوز لغوه شو.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د الجزایر لوړپوړو چا رواکو او د دغه هیواد د ارتباطاتو د وزارت مسئولانو د رسندويي حرفه وي خلاقو قواعدو ته د نه احترام او رسندوئي ګمراه کونې باندې دعربستان دالعربیه چینل په تورنولو سره له صهیونیسټي رژیم سره د اړونده دغه خبری چینل د فعالیت د مجوز د لغوه کولو فیصله کړې ده.
د الجزایر رسندویو په راپورونو کې وئيلي دي ،العربیه چینل په تیر یوه کال کې خپله ټوله هڅه کارولې ده څو په غزې و لبنان کې دجنګ خبرونه داسې خپرۀ کړي چې د لبنانیانو او فلسطینیانو د روحیې د کمزوري کولو سبب کیږي.
دعربستان ایم بی سی ټیلیویژني چینل هم په همداوروستیو کې دحماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار په شهادت پسې د یوه عمومی سپکاوي ډک او سپین سترګي راپور په خپرولو سره د مقاومت شیهد رهبران ترهه ګر بللي.
دعراق پاریدلي خلکو هم د بغدادپه پوهنتون سیمې کې د عربستان ددغه خبری چینل د سپکاویو په غبرګون کې ددغه چینل دفتر ته په واریدیدا سرهددغې ودانۍ تجهیزاتو ته اور واچوۀ او لوو لَپه ئې وسوځول.
د عراق حکومت هم د سعودي عربستان ددغه خبری چینل دفعالیت مجوز لغوه کړ.
د عربستان العربیه او الحدث خبري چینلونو چې په کرتو ئې د وحشي صهیونیسټي رژیم د پوځ د ویندوي پشمول د صهیونیسټي رژیم له پوځي چارواکو سره خصوصي مرکې کړي دي ،هماغه راز د مقاومت په ضدغلیمانه کړچارونو ته مخه کړې او ددوي د حیثیّت د خرابولو هڅو ته دوام ورکوي.