په ټل ، پاره چنار لاره کښې ترهګرو بیا یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی نن بیا په کوزې کرمې کښې د اوچت په ډاډ قمر سیمه کښې په مسافر وړونکو ګاډي باندې د وسله والو ترهګرو په برید کښې تراوسه دوه کسان وژل شوي او یوه ښځه هم ژوبل شوي ده.
د ویلو ده چې د کرمې ضلعې په صدې ، بګن او نورو اهل سنت سیمو کښې ترهګرو له تیرو څو میاشتو راهسې د کرمې ضلعې د مرکز پاره چنار او د شاو خوا سیمو د طوري او د بنګش قبیلو په غړیو باندې ترهګرو حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.
په دې سربیره ترهګرو پاره چنار ته تلونکي لاره له تیرو له څو اونیو راهسې تړلي ده او هلته د خوراکي شیانو، درملو او د نورو ضروري شیانو لکه پیټرولو، ډیزلو زیات قلت رامینځته شوی او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي.
دغه راز ډیر ناروغه ماشومان د درملو د نه لرلو په وجه مړه شوي هم دي.
بل خبر دا چې د کرمې ضلعې په علیزی سیمه کښې په عرفاني کلي کښې څلور ټروریسټان چې د حملې نیت یې درلود نیولي دي.
دغه راز ویل کیږي چې په نستي کوټ کښې کلي کښې هم د مقبل قوم درې ټروریسټان نیول شوي دي.
د پاکستان د کرمې ضلعې خلک له پوځ او حکومتي ملیشا ځواکونو سخت خپه دي ځکه چې دوې د ترهګرو پرضد هیڅ ډول اقدام نه کوي بلکې یوازې تماشه کوي.