پاکستان د هندوستان د خارجه وزیرې څرګندونو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i15424-پاکستان_د_هندوستان_د_خارجه_وزیرې_څرګندونو_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هندوستان د خارجه وزیرې په وروستیو څرګندونو اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2016 10:26 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان د خارجه وزیرې څرګندونو ته غبرګون وښود

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هندوستان د خارجه وزیرې په وروستیو څرګندونو اعتراض وکړ.

د خامه پریس د خبر له مخې چودری نثار علی خان په دې اړه د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سُشما سوارج په وروستیو څرګندونو باندې په نیوکې سره چې اسلام آباد د دواړو هیوادونو ترمینځ د خبرواترو بیا پیلیدل نه غواړی، وویل: سشما سوارج دې په دې لړ کښې وضاحت ورکړی.

د پاکستان داخله وزیر د هندوستان د خارجه وزیرې د څرګندونو په عجیبه بللو سره وویل: که نوی ډیلی له اسلام آباد سره د اړیکو د بیاپیلولو غوښتونکی وی نو ولې یې له مودو راهیسې د خبرواترو لاره بنده کړې ده.

د ویلو ده چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په دې وروستیو کښې ویلی دی ې پاکستان د دواړو هیوادونو ترمینځ د خبرواترو پیلیدل نه غواړی.