د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفان شاتګ نه کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د حکومت او د مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف ترمینځ تر ټولو نوی جنجال دوهمې ورځې ته ورننوتلی او دا په داسې حال کښې دي چې د دغه هیواد د څنګ ته کړې شوي لومړي وزیر عمران خان پلویان په اسلام اباد کښې د تر ټولو سترې غونډې د ترسره کولو هڅه کوي او د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې په پلازمینې کښې ځانونه د هر ډول لاریون د مخه د نیولو او له اعتراض کونکو سره د مقابلې لپاره چمتو کوي.
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد ښار له تیرو دریو ورځو راهسې په یوې پوځي قلعې باندې بدل شوی دی او زرګونو پولیس ځواکونه ، د بلوا ضد ځواکونه او د استخباراتي ادارو کسان د ښار د باندې او دننه دیره شوي دي چې د عمران په مشرۍ د تحریک انصاف لخوا د هر ډول سترې غونډې او د غیر قانوني خوځښتونو مخه ونیسي.
دوهمه ورځ کیږي چې په اسلام اباد ښار او شاوخوا سیمو کښې اینټرنیټ او ټیلي فون سرویسونه غوڅ کړې شوي دي او اسلام اباد ښار ته ټولې تلونکي لارې ، لوی سړک او د راولپنډۍ او د اسلام اباد ترمینځ ارتباطاتي لاره په کامل ډول بنده شوي ده او نن په اسلام اباد کښې ټول ښوونځي او پوهنځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
د پاکستان له واک څخه د لیرې کړی شوي لومړي وزیر عمران خان په زرګونو پلویان له پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبوڅخه د اسلام اباد ښار په لور حرکت کړی دی او د دوې اصلي غوښتنه هم له زندان څخه د عمران خان ازادول دي.
راپورونه وايي چې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په شمول په بیلابیلو ښارونو کښې د تحریک انصاف ګوند په زرګونو سیاسي فعالان چې د صوبايي اسمبلۍ او د قومي اسمبلۍ استازي هم پکښې شامل دي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان وویل مظاهرې کول د دغه ګوند جایز حق دی او د دغو مظاهرو د ختمولو یوازنی شرط له زندان څخه د عمران خان ازادول دي.
دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کښې د سترې غونډې د جوړولو لپاره د عمران خان پلویانو ټینګار ته په غبرګون کښې وویل حکومت به د مخالفانو ماجرا غوښتنې ته تسلیم نشي او په خلاف ورزۍ کونکو سره په به سخت چلند وکړي.