د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154636-د_پاکستان_په_پاراچنارکې_په_نښتو_کې_اتیا_کسان_قرباني_شول
په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او  دغه راز  له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام  په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.
(last modified 2024-11-25T08:20:50+00:00 )
Nov 25, 2024 12:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول

په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او  دغه راز  له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام  په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.

زمونږخبریال رابور راکړ، په داسې حال کې چې د پنجنشبې په ورځې  د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  د قانوني چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوی د دواړو ښکیلو لورو ترمینځ د اور بند په نیّت سره  کورمې ته تللی ؤ  او ځیني  مشرانو سره ئې لیده کاته هم کړي ؤ خو په اوربند کولو کې ناکامه شوی ؤ، په کوزې کورمې کې ځینو لورو د جنګ په د وام په ټينګار سره  د ځاي خلکو لپاره ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي دي او  هماغه شان په ځينو سیمو کې ډزې روانې دي او تر نن سهار پورې  نوره اتیا کسانو هم په دغو شخړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او  دغه راز  له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام  په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علی «سیف» چې کورمې په تلونکي پلاوي کې هم شامل ؤ،وئيلي دي، د کرمې  شیعه او سني قبایلو  تر اوو ورځو پورې د اوربند موافقه کړي ده او دواړه لوري به د یو بل نیول شوي کسان او د مړو کسانو جنازې یوبل ته سپاری ،خو کره سرچینو وئيلي دي چې اور بند نه دی شوی او هماغه راز په ځينو سیمو کې ډزې کیږي او نن هم  کابو ۳۷  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په کرمې ایجنسۍ کښې په بالیشخیل،خار کلي ، علیزئ او بګن سیمو کښې د شیعه او د سني قبایلو ترمینځ جنګونه روان دي او په سیمه کښې اینټرنیټ او موبائیل سرویسونه بند شوي دي.

په عین حال کښې د پاکستان د کرمې  سیمي د قومي اسمبلۍ غړي «حمید حسین» د قومي اسمبلۍ په سیکریټریټ کښې د کورمي د حالاتو د فوری ارزوني په اړه یوه مسوده مطرح کړي ده.

د پاکستان د بشری حقوقو  کمیشن  په  کورمې کې په وروستیو درو میاشتوکې په تاؤتریخوالو کې د قرباني شوو کسانو شمیر چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي، شمیر  ئې لږترلږه ۷۹ کسان اټکل کړی دی.  

ډیری کارپوهان  وائي په خیبر پختونخواه صوبې کې شخړې او ترینګلتیاوې زیاتره د صوبائی او مرکزی حکومت ترمینځ د سیاسي سیالۍ اوج ته د رسیدا پرمهال زیاتې شوي په دې خاطرچې دواړه حکومتونه د ولسي ترینګلتياؤ پر حل د تمرکز په ځاي پخپلو سپیرو سیاسی موخو پسې دي او ولس ئې د ترهه ګرو او ورانکارو په رحم و کرم پریښودلي دي.