د پاکستان د ټل پاره چنار لاره اوس هم تړل شوي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کورمه سیمه کښې د اهل سنتو غړیو لخوا له کابو یوه نیمې میاشتې راهسې د اهل تشیع د وګړو لپاره د ټل پاره چناره لویه لاره تړل شوي ده
او دغه راز په تیرې پنجشنبې ورځ د مندوري ، د اوچت او د بګن د سني سیمو خلکو د اهل تشیع په دوو سوو ګاډو باندې چې خلک پکښې سپاره وو د درنو وسلو په بریدونو سره له پنځوسو زیات کسان چې ښځې او ماشومان پکښې شامل وو په بې دردۍ سره قتل کړل.
اهل سنتو وسله والو کلیوالو په شپږ میاشتو، اتو میاشتو او دولس میاشتو ماشومانو هم سختې ډزې وکړې او د یوه شپږ میاشتني ماشوم په خوله کښې یې ډزې وکړې چې دغه چارې ټوله دنیا لړزولي ده.
اوس هم د کورمې ایجنسۍ په بالیشخیل ، خار کلي، علیزئ او نورو سیمو کښې جنګونه روان دي او هلته هیڅ اوربند نه دی شوی او د ځاي حکومت لخوا د اوربند خبر بیخي دروغ دی.
د پاکستان د کورمې طوري او بنګش قبائیل وايي چې د لارې د ساتلو مسوولیت د حکومت او د پوځ پرغاړه دي او دوې اهل سنت ترهګرو ته پوره اجازه ورکړي ده چې د شیعه مسلمانانو په ګاډو او سپارلیو باندې حملې وکړي او هغه په ظلم او بې دردۍ سره ووژني.
د پاکستان د کورمې طوري او بنګش قبائیل دغه غوښتنه لري چې د تل پاره چنار لارې د ساتلو مسوولیت باید طوري حکومتي ملیشا ځواکونو ته وسپارل شي او هغه کسان چې په لارو کښې په طوري او بنګش قبائیلو حملې کوي باید سزا شي.
د پاکستان د کورمې طوري او بنګش قبایل د ډپټي کمشنر جاوید الله محسود له سیمې څخه بل ځاې ته د ټرانسفر کولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي او وايي چې هغه له ترهګرو سره مرسته کوي او د ترهګرو ملاتړی دی.
ویل کیږي چې د کورمې سیمې په مرکز پاره چنار او شا خوا سیموم کښې د خوراکي شیانو او د درملو او د بیټرولو سخت کمښت رامینځته شوی دی او ډیر بیماران د درملو او دوایانو د نشتون په وجه مړ کیږي او حکومت یوازې تماشه کوي.