د افغانستان د طالبانو او د پاکستان چارواکو کتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي د دغه هیواد د مشرانو جرګې له غړي سره د موجودو چیلنجونو د حل کولو لپاره د ګټورو مشورتي لارو چارو په هکله خبرې وکړې.
په اسلام اباد کښې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت مطبوعاتي دفتر په یوې خبر پاڼه کښې وویل:په پاکستان کښې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر «سردار احمد شکیب» د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي او د مذهبي چارو له پخواني وزییر «محمد طلحه محمود» سره کتنه او خبرې وکړې.
دغه سفارت وویل په دغه کتنه کښې د پاکستان او د افغانستان د تجارتي اړیکو ، د پانګونې او د موجودو چیلنجونو د حل او د نورو موضوګانو لپاره د ګټورو مشورتې لارو چارو په هکله خبرې وشوې.
له بلې خوا په کراچۍ کښې د افغانستان د سرپرست حکومت د کنسولګرۍ سرپرست «سید عبدالجبار تخاري» د پاکستان او د افغانستان د تجارت د ګډو کوټو له مشر «جنیدا ماکدا» سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د پانګوالو د مشکلاتو د ختمولو لپاره د لارو چارو د موندلو او د تاجرانو د کار د خنډونو د له مینځه وړلو په هکله خبرې کړي دي.
په تیرو څو میاشتو کښې د پاکستان لخوا د ځینو قوانینو په غوره کولو سره پاکستان ته د افغانستان صادرات هم کم شوي دي.
مخکې د افغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ د ګډې کوټې مرستیال «ضیا الحق سرحدي» هم د اسلام اباد لخوا په تجارتي محدودیتونو باندې نیوکې سره ویلي وو د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د تجارتي راکړو ورکړو سویه له دوه میلیارډه او پینځو سوو میلیونو ډالرو څخه اوه سوه میلیونو ډالرو ته کمه شوي ده.