پاکستان په سوريه کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155248-پاکستان_په_سوريه_کې_د_ټولګډونه_حکومت_پر_جوړېدو_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په سوریې کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو پر ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: هېڅ بهرنی قدرت باید د سوریې د خلکو برخلیک ونه ټاکي.
(last modified 2024-12-14T01:27:42+00:00 )
Dec 14, 2024 05:50 Asia/Kabul
  • پاکستان په سوريه کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په سوریې کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو پر ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: هېڅ بهرنی قدرت باید د سوریې د خلکو برخلیک ونه ټاکي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې "ممتاز زهرا، د سوریې د خاورې د اشغال په موخه، په دې هېواد کې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د تیریو په غندلو سره، د سوریې له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د خپل ټینګ ملاتړ بیانولو ترڅنګ،  د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۲۵۴ پریکړه لیک د پلي کېدو او د ټولنې د ټولو برخو په ګډون سره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه: اسلام آباد د سوریې بدلونونه له نږدې څاري او په دې باور دی چې د دغه هېواد برخلیک باید د دې هېواد د خلکو له هیلو سره سم وي.