د پاکستان په پاراچنار کې انساني ناورین په رامینځةکیدا دی
(last modified Sun, 22 Dec 2024 00:32:14 GMT )
Dec 22, 2024 05:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پاراچنار کې انساني ناورین په رامینځةکیدا دی

ډیری کارپوهان او شناندي وائي که حکومت او امنیتی ادارې د خپلو ښاریزو د امنیت په ټينګولو کې جدي وائ نو هیڅکله به  په دغې سیمې کې په تیره بیه په جرنیلي سړک باندې داسې کومه ناندرئ پیښه شوي نه وه ،خو ځیني سرچینې دا هم وائي چې ځیني کړئ غواړي په کورمې کې اړئ ګړئ وي او  ځای اوسیدونکي له دغې سیمې کوچیدا ته اړ شي.

زمونږخبریال  راپور راکړی، په تیرو۷۳ ورځو کې چې د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې  د کورمې پاراچنار پيښور ستره لاره  د ځینو ناندریو له امله  تړل شوې ده، په بَرې کورمې کې  د خوړو توکي ،درمل ، سونګ  او داسې نور ضروري شیان ختم شوي دي او  د لارو دتړل کیدا له امله  ناروغان په تیره بیا  ماشومان  په جدي توګه مرګ ګواښي او تر وروستیو پورې د ۳۲ ماشومانو پشمول  کابو ۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

داهم وئيل شوي دي چې د پاراچنار ښار ځوانانو د لارې د بندیدا او د خوړو او درملیزو توکو په نه شتون بانډې په اعتراض کې د پرس کلب په وړاندې له څو ورځو راهسې پرلتۍ وهلی دي.

په تیر اکتوبر میاشت کې د ټل پاراچنار په ستره لاره په بګن ، اوچت  ومندوري او چارخیلو سیمو کې  د مسافرانو پر یوه کاروان چې د سرکاري ملیشیه ؤ او پوځیانو په سرپرستۍ کې  پاراچنار ته روان ؤبرید شوی چې په نتیجې کې ئې د ماشومانو او ښځو پشمول څه دپاسه سل کسان وژل شوي  او کابو یو نیم سل نور ټپیان شوي وو، حکومتي  ادارو دغه لاره تړلې ده او تر وروستیو  پورې چې ۷۳ ورځ ئې شوي ، دغه لاره  دعامو  خلکو په تیره بیا د پاراچنار د اوسیدونکو پر مخ تړل شوې ده.

ډیری کارپوهان او شناندي وائي که حکومت او امنیتی ادارې د خپلو ښاریزو د امنیت په ټينګولو کې جدي وائ نو هیڅکله به  په دغې سیمې کې په تیره بیه په جرنیلي سړک باندې داسې کومه ناندرئ پیښه شوي نه وه ،خو ځیني سرچینې دا هم وائي چې ځیني کړئ غواړي په کورمې کې اړئ ګړئ وي او  ځای اوسیدونکي له دغې سیمې کوچیدا ته اړ شي.

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دی چې د کوهاټ، ټل ،هنګو او اورکزئ سیمو  شیعه سني مشران هڅه کوي، په کورمې کې د جرګې په وسیله د ښکیلو لورو ترمینځ  امنیت ټينګ کړي، خو  حکومتي لوری ځیني داسې شرائط رامینځةکوي چې  د شیعه اوسني مشرانو دغه ګرینډ جرګه  دامنیت په ټينګولو کې تر دې دمه ناکامه پاتې شوې  او د پاراچنار د جرګې مشرانو  ګواښ کړی چې که حکومتي لوری پر دوي  دکومو  شرطونو دتپلو هڅه وکړي، نو دوي به هیڅکله هم  د دوي شرائطو منلو ته تیار نشي او  د حکومتي  او امنیتی ادارو په ضد به درستو پاکستانیانو ته  دمرستې چغه پورته کړي، چې بیا به د حالاتو کنټرولول د دوي له اختیاره ووځي.

 داپه داسې حال کې دي چې د خیبرپختونخواه صوبې  دحکومت ویندوي بریسټر سیف  په سپين سترګیتوب سره  وئیلي دي ، چې  که د دوي شرطونه ومنل شي،نو د پاراچنار پيښور د سترې لارې  خلاصول د دوي د دوو ګنټو کار دی ،نو ډیری  کارپوهان وائي چې  په سیمې کې  ځیني داسې کړئ شته  چې  دغه ترینګلتیاوې ئې  رامینځةکړي دي حال دا چې د سیمې  اوسیدونکو په کرتو وئیلي دي  چې دوي هیڅکله هم پخپلو کې  سره ښکیلیدا نه غواړي ، خو ځیني  کړئ ئې  سره جنګوي ،څو په سیمې کې اړئ ګړئ جوړه وي.

وروستي راپورونه ښئ چې  د سند صوبې  او پنجاب صوبې ګورنران  هم  د کی پی کې د ګورنر په مرستې سره  په کورمې کې د سولې او امنیت د ټينګولو لپاره  سیمې ته ورغلي او له ځای خلکو سره ئې د مرستو لپاره  له ځانه سره ډیری خوراکي او درملیز توکي هم وړي دي. خو بیا هم ځیني حکومتي کړئ غواړي د دوي د ورتګ په وړانډې خنډونه جوړ کړي او د امنیتی خطرو په مطرح کولو سره دوي  سیمې ته له ورتلو  وغړوي.