د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له شهباز شریف سره لیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155766-د_افغانستان_لپاره_د_پاکستان_ځانګړي_استازي_له_شهباز_شریف_سره_لیدلي
د پاکستاني دولتي رسنۍ ویلي چې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره له ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي.
(last modified 2024-12-31T07:08:51+00:00 )
Dec 31, 2024 11:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له شهباز شریف سره لیدلي

د پاکستاني دولتي رسنۍ ویلي چې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره له ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي.

محمد صادق خان څو ورځې وړاندې افغانستان ته سفر درلود، چې د سرپرست حکومت د کورنیو، ملي دفاع او بهرنیو چارو سرپرست وزیرانو په ګډون یې د ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ترسره کړې.

د دغه لیدنو د ترسره کېدو څو ساعته وروسته پاکستان په پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې تر ۹۰ تنو پورې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له یاد برید دوه ورځې وروسته د طالبانو او پاکستاني وسله والو ترمنځ په سرحدي سیمو کې نښتې رامنځته شوې، چې د دې ټولو تاوتریخوالو وروسته په لومړي ځل د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لپاره له خپل ټاکل شوي استازي سره لیده کاته کوي.

که څه هم د دې لیدنې په اړه ډېر معلومات نه دي شریک شوي، خو اټکل کېږي، چې صادق خان به د افغانستان له چارواکو سره د لیدنو پيغامونه د یاد هېواد لومړي وزیر سره شریک کړي وي.