دافغان کډوالو کوربتوب له دې زیات ممکن نه دی
Jun 22, 2016 14:29 Asia/Kabul
افغانان دې خپل هیواد آباد کړی او دنورو لپاره دې مشکلات نه راولاړوی اقتصادی او ټولنیز مشکلات دکډوالو دکوربتوب خنډ دی
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان دلومړی وزیر په بهرنیو چارو کې ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز نن په اسلام اباد کې دملګروملتو دکډوالو د چارو دادارې له لوړ کمیشنر فیلیپو ګرنډی سره په کتنې کې ویلی دی ، امنیتی ،ټولنیز او ا قتصادی مشکلات دافغانستان دکډوالو دکوربتو ب خنډ کیږی او نړیواله ټولنه باید دافغانستان دکډوالو دبیرته ستنیدو لپاره اغیزمن رول ولوبوی .
سرتاج عزیز ویلی په افغانستان کې دسیاسی بدلون په دلیل اوس دکډوالو دستنیدو زمینه برابره ده او باید افغان کډوال خپل هیواد ته بیرته و ګرځی او دافغانستان په پرمختګ کې اغیزمن ووسی .