په پاکستان کی له حقانی مدرسې څخه په ملاتړ باندی اقرار
پداسی حال کی چی، د پاکستان فډرال دولت؛ له افراط پالو ډلو او په هغوی پوری له مربوطو دینی مدرسو سره، هر ډول همکارې او مرسته ردوی، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبایی وزیر، اعلان وکړ: په عمران خان پوری مربوط د تحریک انصاف ګوند، چی د دغې صوبې سیمه ایز دولت، په واګه کی لری، د حقانی ډلې له مدرسو سره، هر کال میلیونونه ډالره مرستې کوی.
د اینډین اکسپرس د راپور په اساس، د خیبر پختونخواه صوبې د سیمه ایز دولت وزیر«شاه فرمان» اعلان وکړ: چی د دغې صوبې د نوشهره ؤلسوالۍ، د «اکوړه خټک» په سیمه کی د حقانی مدرسه، هر کال ۳ میلیون ډالره مرستې ترلاسه کوی. هغه وویل: په خیبر پختونخواه صوبه کی، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر کنټرول لاندی سیمه ایز دولت، په مذهبی مدارسو باندی ګزار نه کوی، بلکه له هغوی سره همکارې کوی، او هغوی ته مالی مرستې وړاندی کوی.
د حقانی ډلې بنسټګر، «جلال الدین حقانی»، د هند په نیمه لویه وچه کی، د القاعدې ترهه ګرې ډلې د څانګې مشر« عاصم عمر»،او د طالبانو پخوانی مشر« ملا اختر منصور»، چی تیره میاشت په پاکستان کی ووژل شو، د حقانی مدرسې له فارغ التحصیلانو څخه دی. د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د مذهبی چارو وزیر«حبیب الرحمان» له قوله، د خیبر پختونخواه اعلی وزیر«پرویز خټک» له حقانی مدرسې سره ژمنه کړې ده، چی هر کال یو نیم میلیون ډالره، له دغې مدرسې سره مرسته وکړی. د حقانی مدرسه په ۱۹۴۷ م کال کی جوړه شوه، چی په اوس حال کی د سمیع څانګی، د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر«سمیع الحق» په وسیله اداره کیږی.
دغه مرسته پداسی حال کی افشا کیږی، چی د افغانستان او امریکا دولتونه، د حقانی ډله، د ترهه ګرې ډلې په توګه پیژنی، او د اسلام آباد له دولته غوښتی دی، چی له دغې ډلې سره په جدی توګه مقابله وکړی.
په افغانستان او پاکستان کی د سیاسی ټولنو له نظره، پدغه هیواد کی دینی مدرسې چی د وهابیونو د تعلیماتو په اساس، د تاوتریخوالی او فرقه ګروهنې مسایل رواجوی، په سیمه کی د افراط پالنی او ټروریزم د پراختیا ډیر مهم عامل دی؛ چی د وهابیونو تر اغیزې لاندی د افراط پالنې او فرقه ګروهنې د تعلیم ورکولو سربیره، د جګړه غواړو ډلو ځواکونه هم چمتو کوی. په حقیقت کی په پاکستان کی د دینی مدرسو فارغ التحصیلان، له وسله والو او افراط پالو ډلو پرته، د کار بل ځای او بازار نه لری. له دې رویه په افغانستان کی د سیاسی او دینی ټولنو له نظره، پاکستان د دینی مدرسو په فعال ساتلو سره، په حقیقت کی، هماغه راز په سیمه کی خشونت ګروهنې او ټروریزم ته لمن وهی. د طالبانو زیاتره مشران، د حقانی په مدرسه کی روزل شوی دی، او د حقانی ډله په اوس حال کی، د طالبانو د جوړونکو ډلو له جملی څخه ده.
له همدې کبله، زموږ د راډیو د خبریال د راپور سره سم، د افغانستان مدنی فعالانو او ګوندونو، پدی وروستیو کی، په کابل کی د مظاهرو په کولو سره، له ملګرو ملتو څخه وغوښتل، چی د افغانستان په کورنیو چارو کی د پاکستان له دخالت څخه مخنیوئ وکړی.
اعتراض کونکو همداراز، له ملګرو ملتو وغوښتل، چی د پاکستان د پوځ د استخباراتو سازمان، د ملګرو ملتو د سازمان په تور لیسټ کی راولی.
په هر حال، د حقانی په ډلې پوری له مربوطې مدرسې سره، په دری میلیون ډالریزې مرستې باندی، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د سیمه ایز دولت د وزیر اقرار، ښیې چی پر پاکستان باندی د نړیوالو دباؤونو با وجود، له دینی مدرسو څخه په استفادې سره، پدغه هیواد کی د افراط ګروهنې د پراختیا سیاست، هماغه ډول دوام لری، چی په زیاته اندازه د عربستان له خوا یی مالی ملاتړ کیږی. دغه مسئله کولای شی پر اسلام آباد باندی سیمه ایز او نړیوال دباؤونه زیات کړی.