د پاکستان په بلوچستان کښې بم چاودنې یو کس وژلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په کلات سیمه کښې نن د پلټنې په یوې پوستې باندې په یوې ترهګرې حملې کښې یو لیویز پولیس ووژل شول.
د پاکستان په ډیرو سیمو په تیره بیا خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې له تیرو څو میاشتو راهسې ترهګرې حملې زیاتې شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د حکومت ویاند شاهد ریند وویل په کلات سیمه کښې د پلټڼې په پوستې باندې برید کښې د لیویز یو پولیس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د لیویز پولیسو هم ځوابي ډزې وکړې او حمله کونکي وتښتیدل.
بل خبر دا چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په بډه بیر سیمه کښې چې د ډيرو ورانکارو ډلو اصلي مرکز دی د زړې دښمنۍ له کبله پینځه کسان په ډزو ووژل شول.
ویل کیږي چې دغه حمله امتیاز، سرافراز ، علي ګوهر او شعیب کړي ده او پولیسو د دوې پرضد شکایت ثبت کړی دی.