پاکستان د غزې خلکو ته د ۱۰۰ ټنو مرستو یوه کڅوړه ولېږله
پارس ټوډې – د پاکستان حکومت پرون غزې ته د فلسطینیانو لپاره د ۱۰۰ ټنو لومړنیو توکو په ګډون، د دغه هېواد د بشري مرستو ۱۴مه کڅوړه ولېږله.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په حکم، د غزې د مظلومو خلکو لپاره د ۱۰۰ ټنو بشري مرستو یوه کارګو الوتکه پرون د مصر د العریش ښار ته د کراچۍ له نړیوال هوايي ډګره روانه شوه.
د بشردوستانه مرستو څوارلسمه کڅوړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت او د ملي بحران د مدیریت د ادارې د ځینو چارواکو په شتون سره، د جناح په نړیوال هوايي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غزې خلکو ته ولېږدول شوه.
د پاکستان حکومت د فلسطین له مظلوم ملت سره د پیوستون د اعلانولو ترڅنګ، زیاته کړې چې موږ په دې سخت وخت کې په غزه کې د خپلو وروڼو او خویندو تر څنګ یوو.
د پاکستان حکومت په تېرو يو نيم کال کې د غزې، لبنان او سوريې خلکو ته د بشري مرستو ٢٥ کڅوړې لېږلې دي.