د اسرائیلو رژيم په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ناامنیو جرړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157692-د_اسرائیلو_رژيم_په_لویدیځې_اسیا_سیمه_کښې_د_ناامنیو_جرړه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان د دائمي استازي ځای ناستي د صهیونیسټ رژیم د تیریګریو د دوام په غندلو سره دغه رژیم د مینځني ختیځ د کړکیچونو او د ناامنیو اصلي جرړه وبلله او په غزې کښې د اوربند د سمدستي او په کامل ډول د اجرا غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2025-02-26T09:15:59+00:00 )
Feb 26, 2025 08:18 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژيم په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ناامنیو جرړه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان د دائمي استازي ځای ناستي د صهیونیسټ رژیم د تیریګریو د دوام په غندلو سره دغه رژیم د مینځني ختیځ د کړکیچونو او د ناامنیو اصلي جرړه وبلله او په غزې کښې د اوربند د سمدستي او په کامل ډول د اجرا غوښتنه یې وکړه.

په ملګروملتونو کښې د پاکستان د دائمي استازي ځای ناستي «عاصم افتخاد احمد» د امنیت شورا په غونډه کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د پایداره ثبات ټینګولو په لومړیتوب کښې ورولي.

هغه ټینګار وکړ په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ناامنیو جرړه د اسرائیلو رژيم د تیریو او د هغه د ناجایزې نیواکګرۍ په وجه ده پر دې اساس پاکستان د ملګروملتونو له امنیت شورا غواړي چې د فلسطینیانو په زوره د ایستلو په شان د پلانونو په مقابل کښې مقاومت وکړي.

په ملګروملتونو کښې د پاکستان د دائمي استازي ځای ناستي عاصم افتخار احمد نړیوالې ټولنې ته په خطاب کښې وویل دنیا د خپلې خوښې وړ کړچارونه نشي زغملای ځکه چې د بشري حقوقو په هکله  دوه ګوڼه معیارونو یوازې بې عدالتۍ زیاته کړي ته او هغه تبعیض ته دوام ورکوي.

 صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې جنګ کښې خپل هیڅ هدف ته ونه رسید او په نهایت کښې د حماس غورځنګ په مقابل کښې ماتي منلو او د اوربند ټینګولو ته مجبوره شو.