پاکستان د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو بریدونه وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان د روژې په مبارکې میاشت کښې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د هوايي حملو له سره پیلیدل یو بوږنونکي تیریګر اقدام وباله
کوم چې تراوسه له څلور سوه څلویښتو څخه زیات فلسطینیان شهیدان کړي دي.
پاکستان وویل مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د تاوتریخوالي د سمدستي ختمولو او په غزې تړانګې او مینځني ختیځ کښې د سمدستي او د تل پاتې سولې په لور ډيپلوماټیکې هڅې له سره پیل کړي.
دغه راز د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف یوې ویاندې «روسالیا بولین» په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ماشومانو په حالت اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل مونږ ډیر زیات اندیښمن یوو او د ماشومانو ژوند له څو اړخونو له خطر سره مخامخ دی.
په غزې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د اسرائیلو په نویو بریدونو کښې له څلور سوو څخه زیات کسان شهیدان شوي چې یوسل څلور اویا پکښې ماشومان دي او دغه راز ډیر ماشومان ژوبل شوي هم دي.
دغه راز امریکا وویل چې حماس غورځنګ د غزې تړانګې د وژلې بشپړه مسوول دی او زیاته یې کړه چې دغه غورځنګ باید د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف لخوا د اوربند د تمدیدولو وړاندیز منلی وائ.
دغه راز د جرمني خارجه وزیرې« انالینابیر بوک» په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د سختو هوايي حملو په هکله سخته اندیښنه څرګنده کړه.
دغه راز د اسرائیلو رژیم د جنګ وزیر «یسرائیل کاتس » په تیرې جنورۍ میاشت کښې د اوربند له پیلیدا راهسې په غزې تړانګې باندې د سختو هوايي بریدونو له پیلولو وروسته پرون حماس غورځنګ ته خبرداری ورکړ چې د لوبې قوانین بدل شوي دي.
هغه وویل که چیرې حماس غورځنګ زر د اسرائیلو ټول بندیان خوشي نکړل نو د جهنم دروازې به خلاصې شي او حماس غورځنګ به په سمندر او ځمکه کښې د دغه غورځنګ تر بشپړه ختمیدا پورې د اسرائیلو د جنګ وزارت له سخت ګوزار سره مخامخ شي.