محمد صادق: اسحاق ډار له طالبانو سره له خبرو اترو خوشحاله شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158382-محمد_صادق_اسحاق_ډار_له_طالبانو_سره_له_خبرو_اترو_خوشحاله_شوی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له طالبانو سره له خبرو اترو خوښي ښودلې ده.
(last modified 2025-03-25T02:59:03+00:00 )
Mar 25, 2025 07:27 Asia/Kabul
  • محمد صادق: اسحاق ډار له طالبانو سره له خبرو اترو خوشحاله شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له طالبانو سره له خبرو اترو خوښي ښودلې ده.

صادق اېکس کې لیکلي چې کابل ته یې د وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې اسحاق دار له طالبانو سره په لوړه کچه د اړیکو پر پیاوړي کېدو ټينګار کړی دی.

محمد صادق ویلي چې پاکستان له طالبانو سره د تعامل پر دوام او دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.

پرون دغه پاکستاني دیپلومات ویلي و چې پاکستان لاهم له طالبانو سره دوه اړخیزو ګټورو اړیکو ته ژمنتیا لري.

د نوموړي په خبره، په ذاتي توګه د اسلام‌اباد او طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان اقتصادي ګټې اړیکې لري.