د پاکستان په کویټه کښې بم چاودنې درې کسان وژلي
Mar 27, 2025 17:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې په ډبل روډ کښې په بړیچ مارکیټ سیمه کښې د پولیسو یوه ګاډي ته نږدې بم چاودنه کښې تراوسه درې کسان وژل شوي او یویشت نور ژوبل شوي دي چې څلور پکښې مرګي حاله دي.
په ژوبلو کسانو کښې څو پولیس هم شامل دي.
تراوسه کومې ډلې د دغه بم چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه