پاکستان د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه تمدید کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري حقوقو کارپیژاندو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان ښاریز دې مه وباسي او هغه دې ډيپورټ مه کوي او دغه راز راپورونه وايي چې د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه شاید د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې تمدید شي.
د پاکستان حکومت د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه چې د تیرې مارچ میاشتې په یودیرشمه نیټه پاې ته رسیدلي ده تراوسه نه ده تمدید کړي.
په جینیوا کښې دیره د بشري حقوقو یولسو کارپيژاندو چې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا لخوا ټاکل شوي دي د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې د افغانستان د ګاونډي هیواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي او پاکستان له ایران سره یوځاې د افغانستان ښاریزو ته له تیرو څلویښت کلونو راهسې په پناه ورکولو کښې اوږده مخینه لري.
دغو کارپيژاندو وویل په افغانستان کښې د بشري حقوقو خراب حالت ته په پام سره د نړیوالې ټولنې لخوا له پیاوړي ملاتړ سره یوځاې د افغانستان د باندې د افغان کډوالو لپاره د پایداره حل لارې ضرورت شته.
په پاکستان کښې په میلیونو غیر قانوني کډوال وسیږي او د دغه هیواد حکومت فیصله کړي ده چې دغه کډوال زر تر زره وباسي.
پاکستان وايي چې په دغه هیواد کښې دیره د افغانستان کډوال په ترهګرو حملو او بم چاودنو کښې لاس لري.
پاکستان دغه راز وايي چې د افغانستان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې او د هغوې کورنیو ته پناه ورکړي ده او په پاکستان کښې ترسره کیدونکي حملې په افغانستان کښې پلانیږي خو د افغانستان طالبان د پاکستان دغه تورونه بیا دروغ بولي.