پاکستان د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې
(last modified Thu, 08 May 2025 09:28:13 GMT )
May 08, 2025 13:58 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ايي ایس پي ار ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د دغه هیواد پوځ د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې چې د اسرائیلو جوړې دي او له تیرې شپې راهسې پاکستان ته استول شوي وې نسکورې کړي دي.

هغه وویل د پاکستان پوځ خپل تخنیک او وسلې په بشپړه توګه استعمال کړې او د هندوستان لخوا د اسرائیلو جوړې استول شوي هاروپ پینځویشت بې پایلوټه الوتکې یې نسکورې کړې.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ایس ایس پي ار ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل هندوستان د خپلو پینځو موډرنو الوتکو ، څو بې پایلوټه الوتکو د غورځیدا او د خپلو عسکرو د وژل کیدا په وجه شوکه شوی دی.

دغه راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ وویل د هندوستان بې پایلوټه الوتکې چې د پاکستان پوځيانو غورځولي دي د جنګ داسې  میډالونه دي کوم به چې په میوزیمونو کښې کیښودل شي.

هغه د پاکستان په پارلمان کښې وینا کښې وویل مونږ به د هندوستان دغه نسکورې کړې شوي الوتکې خپلو بچیانو ته وښیو  او هغوې ته به ووایو کله چې هندوستان په جنګي الوتکو سره حملو کښې ناکامه شو نو بې پایلوټه الوتکې یې استعمال کړې.

عطا الله تارړ وویل چې هندوستان د کنټرول کرښې په اوږدو کښې هم زیات تاوانونه زغملي دي او دا د پاکستان لپاره ستره بریا ده کوم چې دودیزې وسلې کارولي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ وویل چې پاکستان نه یوازې د هندوستان جنګي الوتکې غورځولي دي بلکې د هندوستان مورال او روحیه او غرور  یې هم غورځولی دی.

هغه وویل د رافیل الوتکو نسکورول د پاکستان د پوځ وړتیا په ګوته کوي او که چیرې تاسو دودیزو جنګونو ته وګورئ نو تاسو ډير مثالونه لیدلای شئ چې مونږ هندوستان ته ماتي ورکړي ده.

عطا الله تارړ وویل اوس هندوستان ویریږي او پاکستان ته الوتکې نه استوي بلکې بې پایلوټه الوتکې استوي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې پوځیان دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي او د هغوې ټول ناوړه نیتونه له مینځه وړي.

دغه راز د پاکستان د پيپلز ګوند د مشرانو جرګې یوې غړي «شیري رحمان» وویل چې جنګ له هندوستان سره مرسته نه کوي.

هغې وویل هندوستان د جنګ زیاتول غواړي د پاکستان د خاورې دننه د پینځویشت الوتکو حملې په بشپړه لسمونکي اقدامات دي

پاکستان د  هندوستان ۲۵ بې پایلوټه الوتکې غورځولي دي.