ترکیه د پاکستان له ورور ملت سره مټ په مټ ولاړه ده
د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې، ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .
زمونږ خبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یولړ څرګندونو کې د پاکستان له ورور ملت سره خپل ملاتړ په واضح ډول اعلان کړ.
په راپور کې وئيل شوي دي، د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې، ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .
هغه وویل؛ترکیې د دواړو هېوادونو ترمینځ د خطرناکې کچې ته د رسېدلي تاوتریخوالي د کمولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې، ما خپل ورور لومړي وزیر شهباز شریف ته ټلیفون وکړ او له هغه سره مې مهمې خبرې کړي دي .
د ترکیې ولسمشر وویل؛ زه یو ځل بیا خپلو پاکستانیو وروڼو ته د دوي د صبر او هوښیار دریځ په دلیل مبارکي ورکوم، مشوره دا ده چې دواړه هېوادونه باید په لمسؤنو کې ښکېل نشي.
اردوغان زیاته کړه: د اوربند له امله رامینځته شوی ارام چاپېریال به د ټولو ستونزو، په تیره بیا د اوبو د ستونزې د حل لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، ترکیه به ان شاء الله له خپل ورور پاکستانی ملت سره په ښو او بدو ورځو کې ودرېږي.