پاکستان وايي، لږترلږه ۱۳ لکه افغان کډوال خپل هیوږاد ته ستانه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i160140-پاکستان_وايي_لږترلږه_۱۳_لکه_افغان_کډوال_خپل_هیوږاد_ته_ستانه_شوي
د پاکستان ملي پارلیمان (قومي اسمبلي) ته پرون چهارشنبه معلومات ورکړل شول چې تر دې دمه لږ تر لږه ۱.۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
(last modified 2025-05-14T23:25:26+00:00 )
May 15, 2025 03:51 Asia/Kabul
  • پاکستان وايي، لږترلږه ۱۳ لکه افغان کډوال خپل هیوږاد ته ستانه شوي

د پاکستان ملي پارلیمان (قومي اسمبلي) ته پرون چهارشنبه معلومات ورکړل شول چې تر دې دمه لږ تر لږه ۱.۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې جرګې د غړي انجم عقیل خان له خوا د مطرح شوې پوښتنې په ځواب کې، د پارلماني چارو سکرتر مختار احمد ملک وویل چې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. له هغو څخه ۸۱۳ زره د افغان تابعیت کارتونه (ACC) لري، په داسې حال کې چې ۱.۳ میلیونه د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لري. هغه دا هم وویل چې د یو سند پالیسۍ (One Document Regime) له مخې، افغان وګړي چې د درملنې، زده کړو یا سوداګرۍ لپاره پاکستان ته د راتګ غوښتونکي وي، کولای شي چې په مناسبو ویزو او معتبرو اسنادو سفر وکړي.

تېره میاشت، د پاکستان د دولت لپاره د کورنیو چارو وزیر طلال چودري ویلي و چې پاکستان د PoR لرونکو پهه شمول د ثبت شوو افغان وګړو لپاره د جون ۳۰مه نېټه د بېرته ستنېدو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

هغه له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل: «له دې نېټې وروسته به د ایستلو رسمي بهیر پیل شي. افغان کډوال زموږ مېلمانه وو او دي، هغوی په بشپړ عزت او درناوي بېرته لېږل کېږي.»

بل لور ته، په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي هم له جیو نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د کډوالو بېرته ستنیدا باید “رضاکارانه” وي، نه جبري.