اسلام‌آباد د ایران د سوله‌غوښتونکي ډیپلوماسۍ ستاینه کوي
(last modified Sat, 17 May 2025 10:30:12 GMT )
May 17, 2025 15:00 Asia/Kabul
  •     اسلام‌آباد د ایران د سوله‌غوښتونکي ډیپلوماسۍ ستاینه کوي

پارس تودې  ـ د پاکستان د د آئي ایس پي آر مشر او ویندوي ،نن په یولړ څرګندونو کې  د ایران  له اسلامي جمهوریت سره د نږدې اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې دا اړیکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی،د  پاکستان د پوځ ویندوي جنرال احمد شریف چوهدري  د تهران د چارواکو  د سوله‌غوښتونکي ډیپلوماسۍ څخه، چې د په هند براعظم کې ئې  په تاؤتریخوالي کې  رول لوبولی، ستاینه وکړه او  دغه راز ئې ووئيل؛ پاکستان د سولې ملاتړی دی او د اوربند تړون ته ژمن دی، خو د هر ډول وضعیت او تیریو  په وړاندې د ځواب ویلو لپاره پوره چمتووالی لري.   

جنرال احمد شریف چودري د ایران له هڅو او ملاتړ څخه، چې د سیمې د  تاؤتریخوالی او ترینګلتیاؤ  د ختمولو لپاره ئې کړي، مننه وکړه او و ې ویل: «پاکستان  له ټولو هغو هڅو څخه خوښ دی چې د نړیوالې ټولنې او په تیره بیا د ایران په شمول  د  وروڼو  هېوادونو له لورې د  ترینګلتیاؤ د کمولو لپاره شوي دي::

د پاکستان د وسله‌وال  ځواک ویندوي  زیاته کړې؛ نړۍ د اسلام‌آباد دریځ ته درناوی کوي او د نړیوالې ټولنې غړي، په  تیره بیا د ایران اسلامی جمهوریت ، پوهېدلي چې د پاکستان د  ختیځي ګاونډی هېواد(ایران) چلند د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.