هند په خطرناکو سمندري تیاریو بوخت دی
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، هند په خطرناکو سمندري تیاریو بوخت دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحثونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار ویلي، دا د اندېښنې وړ ده چې یو لوی طاقت د غیر محدودو سیمه ییزو برتریو خوبونه ویني.
هغه وویل، هند د سمندري پراختیا او مهمو اوبلارو باندې د تسلط هڅه کوي، او په همدې توګه د ګاونډي هېوادونو د سیمه ییز سمندري امنیت د چوکاټونو، په ځانګړې توګه د هند سمندر د اتحادیې څخه ایستل کیږي.
عاصم افتخار زیاته کړه چې هند د سیندونو د نیولو او د وسلو په توګه د کارولو تګلاره هم غوره کړې، چې دا د تړونونو ښکاره سرغړونه او خلاف ورزي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې هندوستان پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له دغه هېواد سره یې لا هم جګړه پای ته نده رسیدلې او په ترهګرو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.