پاکستان د نریندر مودي څرګندونې تشدد ته هڅوونکې وبللې
(last modified Tue, 27 May 2025 07:28:49 GMT )
May 27, 2025 11:58 Asia/Kabul
  • پاکستان د نریندر مودي څرګندونې تشدد ته هڅوونکې وبللې

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او د نړیوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.

د تاند د خبر له مخې، شفقت علي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د مودي وروستۍ څرګندونې د کرکې او تشدد راباروونکې دي او دا د ملګرو ملتونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي له پاکستان سره له جګړې وروسته کله کله په خپلو خبرو کې د پاکستان ضد سختې څرګندونې کوي.

هغه وروستي ځل تور پورې کړ، چې «ترهګري د پاکستان د عاید سرچینه ده» او زیاته یې کړه : «پاکستانیان دې د ترهګرۍ پر ضد راووځي؛ که ډوډۍ نه لري، هوا دې وخوري، که نه زما مرمۍ خو شته».

پاکستان نه یوازې دا تورونه رد کړي او د نړیوالو اصولو خلاف یې بللي دي، بلکې دا ځل یې له نړیوالې ټولنې د هغه پر وړاندې د غبرګون ښودلو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروسته له هغې سختې ترینګلې شوې، کله چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.

هند د دغه برید مسئول پاکستان بولي خو پاکستان بیا دغه ادعا ردوي.

د همدې پېښې له امله دواړو هېوادونو څو ورځې وسله واله نښته هم وکړه چې دواړه لورو ته پکې مالي او ځاني زیانونه واوښتل.