د پاکستان پیپلز ګوند: طالبان باید د دوحې د ژمنو پابندي وکړي
د پاکستان د د پيپلز پارټۍ مشر په اسلام آباد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په یوه سیمینار کې ټینګار وکړ چې د طالبانو له خوا له خپلو ژمنو بیابیا سرغړونې په سیمه کې بې ثباتي رامینځته کړې او له دوی یې وغوښتل چې د دوحې تړون ته غاړه کیږدي.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري، په اسلام آباد کې د "پاکستان؛ د ترهګرۍ پر وړاندې یو خنډ" په نامه غونډه کې، د دوحې تړون کې خپلو ژمنو ته د طالبانو د حکومت د ژمنو د پابندۍ اهمیت ته په اشارې سره، خبرداری ورکړ چې له دې ژمنو تکراري او بیابیا سرغړونې په سیمه کې امنیتي ثبات له خطر سره مخ کوي.
هغه په دې خبرې سره چې ترهګري یو نړیوال ګواښ دی، زیاته کړه: پاکستان د دې ښکارندې سره د مقابلې په پروسه کې درانه انساني او اقتصادي لګښتونه زغملي دي.
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې بریالیتوب د طالبانو په شمول د ټولو خواوو، همکارۍ او د هغوی د ژمنو پوره کولو ته اړتیا لري.
هغه یادونه وکړه چې د تړون له مخې، طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د القاعدې او داعش په څیر ډلو د فعالیت به ځای بدله نه شي.