پاکستان د غزې خلکو لپاره د بشري مرستو اتلسمه جوپه ولېږله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163258
پارس‌ ټوډی - د پاکستان دولت د غزې خلکو لپاره د وچو خوړو، درملو او چمتو شویو خوړو په ګډون د بشري مرستو اتلسمه جوپه ولیږله.
(last modified 2025-08-08T10:30:09+00:00 )
Aug 08, 2025 14:58 Asia/Kabul
  • پاکستان د غزې خلکو لپاره د بشري مرستو اتلسمه جوپه ولېږله

پارس‌ ټوډی - د پاکستان دولت د غزې خلکو لپاره د وچو خوړو، درملو او چمتو شویو خوړو په ګډون د بشري مرستو اتلسمه جوپه ولیږله.

پارس ټودی د ایرنا له قوله خبر ورکړی، چې د غزې خلکو لپاره د بشري مرستو د لېږلو مراسم د جمعې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر او د فلسطین سفیر په حضور کې د اسلام‌آباد په نړیوال هوايي ډګر کې ترسره شول. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، دا هېواد له فلسطین د یوه خپلواک، پایدار او متحد دولت د جوړېدو څخه، چې د ۱۹۶۷م کال د پولو پر اساس وي او پلازمېنه یې بیت‌المقدس (قدس شریف) وي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو له مخې، خپل بې‌دریغه ملاتړ ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو د غزې په تړانګه کې د لوږې او سوء تغذي د زیاتوالي خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د اسرائیلي رژیم له خوا د محدود لاسرسي، مداخلې او د مرستو د کمښت له امله بشري ننګونې لا پسې پېچلې شوې دي. 

د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د دوام له امله، د غزې په تړانګه کې د طوفان الاقصی عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه د شهدانو ټوله شمېره ۶۱ زره او ۲۵۸ کسانو ته رسېدلې ده.