ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165730-ټي_ټي_پي_په_تازه_برید_کې_۱۱_پاکستاني_پوځیان_وژلي
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
(last modified 2025-10-10T11:41:30+00:00 )
Oct 10, 2025 16:09 Asia/Kabul
  • ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس دا برید نن سهار د خیبر ولسوالۍ په تېرا سیمه کې پر حیدر کنډو کنډک شوی دی.

رسنۍ زیاتوي چې، د برید مسوولیت د ټي ټي پي اړوند، اتحاد المجاهدین ډلې منلی دی.

د پاکستان پوځ د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې وروستیو عملیاتو کې یې ۳۲ د ټي ټي پي وسله وال وژلي.

د نظر خاوندان په دې باور دي چې پاکستان د خپلو تېرو کړنو سزا ویني او حل لار یې خبرې یادوي نه يوځي جګړه.

تر دې وړاندې افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم پاکستان ته له پاکستاني طالبانو او نورو جګړه کوونکو ډلو سره له جګړې د خلاصون لپاره د خبرو اترو لاره وړاندیز کړې وه.