پاکستاني رسنۍ: د غزې لپاره د ټرمپ طرحه به ناکامه شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165904-پاکستاني_رسنۍ_د_غزې_لپاره_د_ټرمپ_طرحه_به_ناکامه_شي
پارس‌ ټوډې - یوې پاکستاني ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د ډېرو دلایلو په یادولو سره اعلان وکړ چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې طرحه به ناکامه شي.
(last modified 2025-10-14T07:36:24+00:00 )
Oct 14, 2025 12:04 Asia/Kabul
  • پاکستاني رسنۍ: د غزې لپاره د ټرمپ طرحه به ناکامه شي

پارس‌ ټوډې - یوې پاکستاني ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د ډېرو دلایلو په یادولو سره اعلان وکړ چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې طرحه به ناکامه شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د پاکستان «ډان» ورځپاڼې په یوه مقاله کې چې سرلیک یې دی «ولې د ټرمپ د غزې طرحه ناکامه کېږي»، لیکلي: د دې طرحې موخې شاملې دي «د صهیونیسټانو اشغال پیاوړي کول، د آپارټایډ دودول او د ډیپلوماسۍ تر سیوري لاندې نسل‌وژنې ته مشروعیت ورکول.»  

د دې رسنۍ شنونکي «ایجاز حیدر» ټینګار کړی: «د ټرمپ طرحه به بریالۍ نه شي، لومړی دا چې دا د تاریخي تجربو خلاف ده؛ دویم، د غزې د جګړې او ورسره تړلو ډېرو شخړو ماهیت په دې طرحه کې نه دی درک شوی؛ درېیم، د صهیونیسټي رژیم د چارواکو هغه نظرونه له پامه غورځولي چې د جګړې دوام غواړي او په نظر یې په غزه کې هېڅوک بې‌ګناه نه دی؛ څلورم، صهیونیسټي رژیم به هېڅکله د فلسطین د دولت جوړېدو ته اجازه ورنه کړي، لکه څنګه چې د دې رژیم پارلمان په ۲۰۲۴ کال کې د فلسطین د دولت نظر رد کړ او دا یې د رژیم د موجودیت لپاره خطر بللی؛ او پنځم، د درېیم او څلورم ټکي په پام کې نیولو سره، دا پایله اخیستل کېږي چې صهیونیسټي رژیم د سولې هېڅ علاقه نه لري.»

د دې شنونکي په نظر، صهیونیسټي رژیم یوازې «په غزه کې قومي پاککاري د خپلې مهمې موخې په توګه ټاکلې او نسل‌وژنه د دې موخې د ترلاسه کولو وسیله ده، او د ټرمپ د تېرو پالیسیو او اقداماتو په کتو سره، دا پایله اخیستل کېږي چې د هغه پرېکړې به د ثبات د زیاتوالي پر ځای د بې‌ثباتۍ لامل شي.»

«ډان» ورځپاڼه د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې «ابراهیمي تړونونو» ته په اشارې سره، چې د صهیونیسټي رژیم او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو په موخه وړاندې شوي وو، لیکلي: «دا تړونونه په واضح ډول یوازې د صهیونیسټانو له خوا په اشغال شویو فلسطیني خاورو کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي شرایط برابر کړل.»