د پاکستان په پیښور کښې پولیسو شوک ماران ووژل
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کې په «میراکچهوړي مهرګل» سیمه کښې له پولیسو سره په نښته کښې څلور وسله واله شوک ماران وژل شوي چې درې یې د افغانستان ښاریز دي.
پولیسو وویل چې دوې ته د دغو شوک مارانو د شتون په هکله اطلاع ورکړل شوه او کله چې پولیس هلته ورسیدل نو وسله والو شوک مارانو ورباندې ډزې وکړې.
د پولیسو په ځوابي ډزو کښې څلور شوک ماران ووژل شول.
پولیسو وویل چې دغو څلورو وسله والو شوک مارانو له دوه زره دریم میلادي کال راهسې د پولیسو په دریشې کښې خلک شوکول.
دغو شوک مارانو دغه راز د یوه ډاکټر له کور څخه میلیونونو ډالرو په اندازې نقدې پیسې او سره زر هم غلا کړي وو.
د پولیس یوه چارواکي «مسعود احمد بنګش» وویل د څلورو وژل شویو کسانو پيژندګلوۍ شوي ده چې درې یې د افغانستان ښاریز دي.
دغه څلور شوک ماران په پیښور ، نوشهره او نورو سیمو کښې د پولیسو تر تعقیب لاندې و او دغو کسانو په تیرو څو ورځو کښې دوې(۲) سترې غلاګانې کړي و.
له شوک مارانو څخه یو کلاشنکوف ، ټوپک ، دوې(۲) تماچې او موټرسایکلونه کشف شوي دي.