د ایران د اسلامي شورا مشر اسلام آباد ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166810-د_ایران_د_اسلامي_شورا_مشر_اسلام_آباد_ته_ورسید
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر "محمد باقر قالیباف" د پاکستان د پارلیمانونو له مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې لپاره اسلام آباد ته ورسید، چې د هغه پاکستاني سیال لخوا یی رسمي هرکلی وشو.
(last modified 2025-11-05T07:27:30+00:00 )
Nov 05, 2025 11:56 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي شورا مشر اسلام آباد ته ورسید

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر "محمد باقر قالیباف" د پاکستان د پارلیمانونو له مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې لپاره اسلام آباد ته ورسید، چې د هغه پاکستاني سیال لخوا یی رسمي هرکلی وشو.

د ایران د اسلامي شورا مشر "محمد باقر قالیباف" او ورسره ملګري پلاوي ته د پاکستان د ملي پارلیمان  د مشر "سردار ایاز صادق" او په اسلام آباد کې د ایران سفیر "رضا امیري مقدم" لخوا هرکلی وویل شو. د دې سفر په بهیر کې به قالیباف د پاکستان د پارلیمان  له  مشر او استازیو سره خبرې اترې وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون له  لوړ پوړو سیاسي چارواکو سره لیدنې او مشورې هم د دې سفر په اجنډا کې  شاملې دي. د پاکستان د کلتوري او اقتصادي مرکزونو په توګه د لاهور او کراچۍ دوو مهمو ښارونو ته سفر او د پاکستان له  کلتوري، مذهبي مشرانو، سوداګرو اوتاجرانو  سره لیدنه هم د اسلامي شورا د مشر د سفر په پروګرام  کې شامله ده.