پاکستان د یورانیمو د پخولو لپاره د ایران د حق ملاتړ کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند «محمد طاهر اندرابي» پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي مسلې په ارتباط له ډیپلوماسۍ ضد او د تاوتریخوالي له اقداماتو سره په مخالفت کښې د خپل هیواد په اصولي دریځ باندې ټینګار سره وویل
اسلام اباد د یورانیمو د بډایولو لپاره د تهران د حق ، د اټومي تړون او د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشم پریکړه لیک د احیا کیدا ملاتړی دی.
هغه په اسلام اباد کښې په اونیز خبري کانفرنس کښې وویل پاکستان مخکې هم د ایران د اټومي مرکزونو پرضد له هر ډول پوځي اقدام سره خپل مخالفت اعلان کړی او یوځل بیا له تهران سره د هر ډول ټکر په او د ډيپلوماټیک ضد کړچار په ردولو کښې په خپل دریځ باندې ټینګار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد طاهر اندرابي زیاته کړه یادونه کوو چې پاکستان د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په هکله د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د وروستیو میاشتو د پریکړه لیک او د ایران د بندیزونو د لغو کولو د دوام په هکله د جنوبي کوریا لخوا د بل پریکړه لیک ملاتړ وکړ او اسلام اباد باوري دی چې د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د بایکاټ او د ټکر کړچار غوره نشي.
هغه وویل مونږ د ایران د اټومي موافقې د احیا ملاتړ کوو او باوري یوو چې د ملګروملتونو د امیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک اجرا د سوله ئیزو هڅو د مخ د بیولو لپاره ډير اهمیت لري.