اسحاق ډار: اسراییلو په غزه کې د انسانیت قتل عام کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، نړۍ کې روانې شخړې د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښونه دي، او د روان کال د مې میاشت کې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه ښايي خطرناکه تمامه شوې وای.
ډار زیاته کړې، اقلیمي بدلون اوس یو ستر چلنج دی او جنوبي آسیا د فقر، ناڅاپي افتونو او نورو ستونزو سره لاس اوګریوان ده.
هغه وویل چې د سیمې هېوادونه باید د خپلو ستونزو د حل لپاره جدي فکر وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل: اسراییلو په غزه کې د انسانیت قتل عام کړی، د کشمیر نهحل شوی مسئله د سیمې د سولې لپاره ګواښ دی او جنوبي آسیا د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکې سیمه ده.
ده وویل چې د اقلیم بدلون او د خوړو کمبود د سیمې جدي ستونزې دي، او د تودوخې لوړوالی او سېلابونه اقتصاد ته درانه زیانونه رسوي.
ډار زیاته کړه:په سیمه کې امنیتي وضعیت هم پېچلی دی، هند په یو اړخیز ډول د سند طاس تړون د لغوه کولو اعلان کړی، دغه راز د مې میاشتې پاک–هند جګړه هم خطرناکه کېدلی شوه، خو پاکستان د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو او دیپلماسۍ ملاتړ کوي.»