افغانستان کښې د ترهګرو شتون د سیمې د امنیت لپاره خطر دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند «طاهر حسین اندرابي»وویل چې په افغانستان کښې د ترهګرو عناصرو شتون د سیمې د امنیت او سلامتیا لپاره ستر خطر دی او زیاته یې کړه د ترهګرو ډلو شتون د افغانستان کورني ثبات او د پرمختګ هڅو ته هم تاوان رسوي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند اندرابي وویل د ملګروملتونو د امنیت شورا راپورونه په افغانستان کښې د بیلابیلو ترهګرو ډلو شتون تائیدوي او په دغه راپور کښې د تحریک طالبان پاکستان او د نورو خارجي ترهګرو کسانو په ځانګړي ډول یادونه شوې ده.
هغه د هندوستان د اعلی وزیر لخوا د یوې ښځې له مخ څخه د حجاب لیرې کول شرمونکی او غیر انساني کار وباله.
اندرابي وویل په هندوستان کښې له لږکیو سره ناوړه چلند کیږي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند اندرابي وویل چې د اسټرالیا د بونډي ساحل حملې ته له پاکستان سره ارتباط ورکول د خواشینۍ وړ او غیر مسوولانه اقدام دی.
هغه وویل پاکستان تراوسه په غزې تړانګه کښې په نړیوال ځواک کښې د ګډون کولو لپاره کومه فیصله نه ده کړې.