پاکستان څلور افغان وګړي نیولي
Dec 29, 2025 15:37 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو د څلورو افغان وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.
د پاکستان پولیسو د امنیتي پلټنو په یوه لړ عملیاتو کې ۴۱ کسان، چې څلور افغان وګړي هم پکې شامل دي، نیولي دي.
«دي نیشن» ورځپاڼې د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دا کسان د اسلاماباد د سنګجاني په سیمه کې نیول شوي دي.
د راپور له مخې، له نیول شویو کسانو وسلې او نشهيي توکي ترلاسه شوي او هغوی د نورو څېړنو لپاره د پولیسو مرکز ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې د افغان پناهغوښتونکو نیونې زیاتې کړې دي.
همدارنګه پاکستان تازه اعلان کړی چې په دغه هېواد کې به د افغان کډوالو دوه لوی کمپونه وتړي.
ټیګونه