نتانیاهو د تاریخ تر ټولو کرکیجن جنایتکار دی
د پاکستان دفاع وزیر د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر د تاریخ تر ټولو کرکجن جنایتکار وباله او وې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د سولهییزو ایټمي پروګرامونو پر ضد د بنیامین نتانیاهو دروغ یوازې دا پلمه وه چې پر ایران د (صهیونیستي رژیم) یرغلګر چلند روا وښودل شي.
د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف نن سهار وختی په اسلاماباد کې د «جیو نیوز» له خبري چینل سره په مرکې کې، د وینزویلا پر وړاندې د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یرغلیز چلند وغنده.
هغه زیاته کړه: د امریکا هر ډول یرغلیز چلند زمونږ د ګاونډي هېواد ایران پر وړاندې هم د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ او ننګونکی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر ټرمپ ته په خطاب کې وویل: که د امریکا ولسمشر رښتیا هم د بشریت لپاره اندېښنه لري، نو باید د تاریخ تر ټولو لوی جنایتکار او تښتېدلی تورن، یعنې نتانیاهو ونیسي او د امریکا په محکمو کې ئې محاکمه کړي.
هغه د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم په جنایتونو کې د امریکا همکارۍ ته په غیرمستقیمه توګه اشاره وکړه او وې ویل: باید وپوښتل شي چې د هغو کسانو سزا څه ده چې د جنایتکارانو ملاتړ او اسانتیاوې برابروي؟
د پاکستان د دفاع وزیر د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر له تېرو لسو کلونو څخه د زیاتو بېبنسټه څرګندونو ته په اشارې وویل: نتانیاهو له ۲۰۱۲ کال راهیسې تل د ایران د سولهییزو ایټمي پروګرامونو په اړه دروغ ویلي او هر ځل یې ادعا کړې چې ایران ایټم بم ته نږدې شوی، حال دا چې دا دروغ یوازې د دې لپاره وو چې (صهیونیستي رژیم) اسرائیل په راتلونکي کې پر ایران د یرغل لپاره رواوالی ترلاسه کړي.
خواجه محمد آصف وویل: کېدای شي اسرائیل د خپلو دروغو له لارې امریکا غولولې وي، یا دا چې دواړه هېوادونه په دغو کړنو کې له یو بل سره غږمله وي.