افغانستان د ترهګریزو عملیاتو پر مرکز بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169292-افغانستان_د_ترهګریزو_عملیاتو_پر_مرکز_بدل_شوی_دی
د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، افغانستان د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ دمنظمونې  او پلانونې  مرکز ګرځېدلی دی.
(last modified 2026-01-07T01:52:27+00:00 )
Jan 07, 2026 06:18 Asia/Kabul
  •   افغانستان د ترهګریزو عملیاتو پر مرکز بدل شوی دی

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، افغانستان د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ دمنظمونې  او پلانونې  مرکز ګرځېدلی دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر (ISPR) «احمد شریف چوهدري» په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې افغانستان د ترهګریزو عملیاتو پر اډې بدل شوی او دا مسئله په پاکستان کې د ناامنۍ د زیاتېدو له اصلي لاملونو څخه ده.

هغه وویل: د دې کنفرانس موخه د تېر یو کال په مودې کې د ترهګرۍ پر ضد د ترسره شوو اقداماتو یو عمومي انځور وړاندې کول دي.

دغه پوځي ویاند زیاته کړه چې ترهګري دا مهال د پاکستان د حکومت پر وړاندې تر ټولو لوي ګواښ ګڼل کېږي

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، ۲۰۲۵ کال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوبرحلیک ټاکونکی   کال ؤ، او په دې مودې کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

چوهدري صیب  وویل چې هم حکومت او هم د پاکستان ولس د ترهګرو ډلو د ماهیت په اړه لا زیات پوهاوی او روڼتیا موندلې ده.

هغه د دوحې له تړون وروسته د افغانستان بدلونونو ته په اشارې وویل چې د طالبانو ژمنې، په ځانګړي ډول دا ژمنه چې د افغانستان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي، نه دي عملي شوي او افغانستان د ترهګرو ډلو د فعالیت او روزنې پر مرکز بدل شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند همداراز وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ۲۰۲۵ کال کې له ۷۵ زرو څخه زیات استخباراتي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ئې ۲۵۹۷ ترهګر وژل شوي او په همدې کال کې ۱۲۳۵ امنیتي عسکر  او عام  وګړي  هم وژل شوي دي.

پاکستان څو ځله د افغانستان د طالبانو حکومت تورن کړی چې ترهګرو ډلو ته، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان ته، د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه ورکوي. دا تورونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا زیات شوي، خو کابل تل دا ادعاوې رد کړې دي.