بګټي: د بلوچستان ستونزه سیاسي نه ده او یوازې پوځي حل لري
د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني ځواکونو او بلوڅ وسلهوالو ترمنځ نښتو د دغه ایالت امنیتي وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن کړی دی.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یوه تازه خبري غونډه کې وویل چې په ایالت کې روانه ناامني نور په سیاسي خبرو نه هوارېږي او یوازې د پوځي ځواب له لارې حل کېدی شي.
نوموړي ادعا وکړه چې په تېرو ۴۴ ساعتونو کې د ایالت په ۱۲ ښارونو کې د پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي.
بګټي تایید کړه چې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ په ډله ییزو بریدونو کې لږترلږه ۳۱ عام وګړي او ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او د دغه غورځنګ مشران یې تورن کړل چې په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه بریدونه رهبري کوي.
بل لور ته، «الجزیرې» په خپل مفصل راپور کې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ (بي ایل اې) له لوري د دغو بریدونو مسؤلیت منل تایید کړي دي.
الجزیرې دغه عملیات «جرئتمندانه» بللي او ویلي یې دي چې وسلهوال توانېدلي د ایالت د پلازمېنې کوټې زړه ته ننوځي، امنیتي بنسټونه په نښه کړي او مهمې لویې لارې وتړي.
ویل کېږي په دغو بریدونو کې د لومړي ځل لپاره ښځینه فدایانو هم برخه اخیستې وه چې د پاکستان نظامي بنسټونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.