ګوترش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171156-ګوترش_له_افغانستان_او_پاکستان_څخه_غوښتي_چې_له_تاوتریخوالي_ډډه_وکړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې.
(last modified 2026-02-27T10:37:36+00:00 )
Feb 27, 2026 11:27 Asia/Kabul
  • ګوترش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې.

ګوترېش په یوه اعلامیه کې له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې دواړه لوري باید خپلو نړیوالو ژمنو په ځانګړې توګه د ملکي وګړو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

آنتونیو ګوترش د قطر، ترکیې او عربستان منځګړیتوب ته په اشارې سره، د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د هر ډول اختلافاتو د حل لپاره د هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.